خوست؛ د ميس عينک زون له زرو زياتو لوبغاړو څخه ازموینه واخیستل شوه 

Afzal-af
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۲۲ - ۱۲:۲
خوست؛ د ميس عينک زون له زرو زياتو لوبغاړو څخه ازموینه واخیستل شوه 

د افغانستان د نورو زونونو په څېر په مس عینک زون کې هم له زرو زياتو د نولس کلونو کم عمره لوبغاړو څخه ازموینه واخیستل شوه.
د افغانستان کرکټ بورډ د اعلان شوي مهالوېش سره سم له امو بند امیر او بست زونونو وروسته د خوست ولایت په ملي کرکټ لوبغالي کې د میس عینک زون اړوند خوست، پکتیا، پکتیکا ،لوګر او غزني ولایتونو د نولس کلونو څخه دکم عمره لوبغاړو د ازموینې دوه ورځنۍ لړۍ پیل شوه. 
د دغې ازموینې په لړ کې به په اعلان شوي معیار برابر لوبغاړي د نورو پړاوونو لپاره غوره شي.
د افغانستان کرکټ بورډ پلان لري، چې له دې لارې پیاوړي لوبغاړي ومومي او د دوی د عمر او استعداد مطابق یې د پرمختګ په موخه په بېلابېلو لوبډلو کې ځای پر ځای کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۱۷
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د ارګ رستورانت لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۱۴
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د واکوکیک بوکسنګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د واکو کیک بوکسینګ ټاکنیزي سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نويو ځوانانو،ځوانانو اولویانو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۱۱
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د روحاني لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS