خوست؛ د تڼیو ټاکنیزې لوبډلې د باک کوټکیو والیبال سیالیو اتلولي خپله کړه

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په باک ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د تڼیو ټاکنیزې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پای لوبه د تڼیو ټاکنیزې او مندوزیو ټاکنیزې لوبډلې ترمنځ ترسره شوې، چې په پایله کې یې د تڼیو ټاکنیزې لوبډلې د ۳۲ پر ۳۴ نمرو په توپیر خپلې سیالې لوبدلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.