خوست؛ د تڼیو منتخبې لوبډلې د ځوانانو یووالي په نوم د والیبال سیالیو اتلولي وګټله

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۰ - ۹:۵۵
خوست؛ د تڼیو منتخبې لوبډلې د ځوانانو یووالي په نوم د والیبال سیالیو اتلولي وګټله

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي په چوکاټ کې د متون پترول پمپ مسؤولانو له لوري د ځوانانو یووالي په نوم د والیبال سیالۍ د تڼیو منتخبې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

دغه سیالۍ له دوه نیمو میاشتو راهیسې د ۵۰ لوبډلو په ګډون پیل شوې وې، چې پایلوبه یې د بلال مندوزي او تڼیو منتخبې لوبډلې ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې د تڼیو منتخبې لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۳۰/۲۴ نمرو په توپیر ماتې ورکړه.

د سیالیو په پایلوبه کې د خوست مرستیال والي، ورزشي آمر، سیمه ییزو مشرانو او د لوبو ګڼ شمېر مینوالو ګډون کړی و.

د یادونې وړ ده، چې په پای کې د پایلوبې دواړه لوبډلو ته د مسؤولانو له لوري پسونه او د مرستیال والي له لوري ۱۰ زره افغانۍ ډالۍ ورکړل شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS