خوست؛ د تڼيو احسان الف لوبډلې د تورو اوبو جام په نوم د واليبال دويم پړاو سياليو اتلولي وگټله

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۱۶:۴۱
خوست؛ د تڼيو احسان الف لوبډلې د تورو اوبو جام په نوم د واليبال دويم پړاو سياليو اتلولي وگټله

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولي له لوري د عليشېرو تريزيو ولسوالۍ په تورو اوبو سيمه کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د تورو اوبو جام په نوم د واليبال دويم پړاو سيالۍ، چې دوې مياشتې مخکې پيل شوې وې، د تڼيو احسان الف لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې تڼيو احسان الف لوبډلې خپلې سيالې تريزيو ادريس لوبډلې ته د ۳۶ پر ۳۳ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او د ياد جام اتلولي يې په خپل نوم کړه.

د يادولو وړ ده، چې د ياد سياليو په پای کې لومړي او دوهم مقام گټونکو لوبډلو ته کپونه او غوره لوبغاړو ته مډالونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۸:۲۹
Background image

لغمان؛ علینګار ولسوالۍ کې د ۵۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په علینګار ولسوالۍ کې د ۵۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د جاوېد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۸:۲۷
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۷ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ۱۷ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۸:۲۶
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په شورتپې ولسوالۍ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۰ جوړو لوبې مساوي او ۲۰. . .

BACK TO NEWS