خوست؛ خيال مل لوبډلې د اسماعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ د واليبال سياليو اتلولي وگټله

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۰ - ۱۵:۱۱
خوست؛ خيال مل لوبډلې د اسماعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ د واليبال سياليو اتلولي وگټله

د خوست د بدني روزنې او سپورټ آمريت اړوند، د واليبال فدراسيون د استازولۍ لۀ لوري، د ياد ولايت پۀ اسماعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ اتحاد کلي لوبغالي کې د ۲۵ لوبډلو تر منځ د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې په نوم د واليبال سيالۍ د خيال مل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې‌.

د يا‌و سياليو پايلوبه د خيال مل او مقبلو اول جان لوبډلو تر منځ ترسره شوه، چې ۲/۱ مېدانونو په توپير د خيال مل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېده.

دغه سيالۍ چې يو مياشت يې دوام وکړ، موخه يې د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه ياده شوې وه.

په پاې کې گټونکی لوبډلې ته د اتلولۍ جام تر څنګ يو پسه او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS