خوست؛ تڼیو ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د ب ني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت په تڼیو ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د احسان او احمد صمیم لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې په پایله کې یې احسان لوبډلې د ٣٠ پر ٢٩ نمرو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او لومړۍ لوبه یې په خپل نوم کړه.
ټاکل شوې چې دغه لوبې به لس ورځې دوام وکړي.