خوست؛ تڼيو ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په تڼيو ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ چې دوې ورځې مخکې پيل شوې وې د تڼيو الف لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې تڼيو الف لوبډلې خپلې سيالې تڼيو ځانګړي لوبډلې ته د ۲-۰ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې په خپل نوم کړه.
