خوست؛ تڼيو ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې
د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ د ياد ولايت په تڼيو ولسوالۍ حصارک سيمه کې د استاد حکيم تڼيوال خصوصي لېسې پنځو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.
د يادو سياليو په لومړنۍ لوبه کې حکيم تڼيوال منتخبې لوبډلې خپلې سيالې سپورټ کمېټې لوبډلې ته د ۲-۱ ګول په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
دا سيالۍ ورزش ته د زده کوونکو د هڅولو او ذهني پياوړتيا په موخه ترسره کېږي، چې ۸ ورځې به دوام وکړي.
