خوست؛ ترېزیو علیشېرو ولسوالۍ کې د ٦٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۳ - ۱۰:۳۴
خوست؛ ترېزیو علیشېرو ولسوالۍ کې د ٦٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ترېزیو علیشېرو ولسوالۍ کې د ٦٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د لنډرو ایلیون سټارز لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د لنډرو ایلیون سټارز او شفیق انور لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه لنډرو ایلیون سټارز لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو اتو اورونو کې یې د څلورو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١١٢ منډو هدف وټاکه. شفیق انور لوبډلې د هدف په تعقیب کې د شپږو ویکټو په زیان ٩٤ منډې وکړې او د ١٧ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې دوې میاشتې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۷
Background image

هرات؛ کرخ ولسوالۍ کې د ۲۷ تنو ترمنځ د بايسکل ځغلولو سيالۍ وشوې

د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د بايسکل ځغلولو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په کرخ ولسوالۍ کې د ۲۷ تنو ترمنځ په جاده يي سبک کې له هرات ښار څخه تر پاشدان. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

لغمان کې د لس ورزشکارانو ترمنځ د جمناستیک ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز مهترلام ښار کې د لسو ورزشکارانو ترمنځ د جمناستیک ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې نهه تنه د لغمان. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۳
Background image

ارزگان؛ مرکز ترینکوټ ښار کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د ارزگان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت له لوري د ياد ولايت په مرکز ترینکوټ ښار کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د مرکزی لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه کې. . .

BACK TO NEWS