خوست؛ تریزیو علیشېرو ولسوالۍ کې د ۶۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري او د ګلوبل طبي لابراتوار په مالي لګښت د یاد ولایت په تریزیو علیشېرو ولسوالۍ کې د ۶۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د اجمل لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې اجمل لوبډلې د ۳۰ پر ۲۲ نمرو په توپیر خپلې سیالې زینت الله لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې د وې میاشتې یې دوام وکړ.
