خوست؛ تریزیو علیشېرو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳۱ - ۲۰:۲۱
خوست؛ تریزیو علیشېرو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په تریزیو علیشېرو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ ټاکنیزې سیالۍ د علیشېرو ایلیون سټارز لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د عبدالله ستومان او علیشېرو ایلیون سټارز لوبډلو ترسره شوه. علیشېرو ایلیون سټارز لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۹۴ منډو هدف وټاکه. عبدالله ستومان لوبډلې د هدف په تعقیب کې د خپلو نهو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ۸۴ منډې وکړې او سیالي یې د نهو منډو په توپیر وبایلله.

دغه سیالۍ د یادې ولسوالۍ د ټاکنیزې لوبډلې لپاره د غوره لوبغاړو د ټاکلو په موخه ترسره شوې، چې لس ورځې یې دوام وکړ او په پای کې ۱۸ لوبغاړي د علیشېرو ولسوالۍ ټاکنیزې لوبډلې ته وټاکل شول.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۴ - ۱۹:۵۱
Background image

#عکسونه

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې دویمه ورځ هم په پوره روڼتیا او ډاډمنه فضأ کې پای ته ورسېده.

د دغو سیالیو لیدو ته د هېواد له ګوټ- ګوټ څخه زرګونه مینوال راغلی و او لوبې یې له نږدې. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۴ - ۱۹:۵۰
Background image

د دودیزې غیږ نیونې بین المللي سیالۍ، دویمه ورځ.

د نندارچیانو شمېر له زرګونو اوښتی، د ٢٥٠٠ کسیز جمنازیوم تر څنګ یو بل جمنازیوم هم له نندارچیانو د ډکېدو په حال کې دی، چې نندارچیان دا لوبې د لوی نصب شوي سکرین په پرده ګوري. د نندارچیانو. . .

BACK TO NEWS