خوست؛ باک ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په باک ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د لغمان سټارز او ځوان سټارز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه ځوان سټارز لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو اتو اورونو کې یې د پنځو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٢٦ منډو هدف وټاکه. لغمان سټارز لوبډلې ټاملی هدف د یوې ویکټې په زیان د لوبې په وروستي اور کې ترلاسه کړ او د نهو ویکټو په توپیر یې د دغو سیالیو لومړۍ بریا خپله کړه.
دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې بوختیا په موخه پیل شوي دي، چې یوه میاشت به دوام وکړي.