خوست؛ اسماعیل خېلو واليبال لوبډلې د تڼيو اتلانو جام سياليو اتلولي وگټله
د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ د ياد ولايت په تڼيو ولسوالۍ کې د ۷۰ لوبډلو ترمنځ د تڼيو اتلانو جام په نوم د واليبال سيالۍ د اسماعیل خېلو منتخبې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې اسماعیل خېلو منتخبې لوبډلې خپلې سيالې واحد نور لوبډلې ته د ۳-۰ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
ويلو ده، چې دغو سياليو شاوخوا دوه نیمې میاشتې دوام وکړ.
