خالد ځاځی د هاکي نړيوال فدراسيون ۴۹ کانگرس غونډه کې د گډون په موخه عمان ته روان شو

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۶ - ۱۳:۴۸
خالد ځاځی د هاکي نړيوال فدراسيون ۴۹ کانگرس غونډه کې د گډون په موخه عمان ته روان شو

د هېواد المپيک کمېټې، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په مرسته د هاکي ملي فدراسيون سکرتر جنرال خالد ځاځی د هاکي نړيوال فدراسيون په ۴۹ کانگرس غونډه کې د گډون په موخه نن (چهارشنبه) عمان هېواد ته روان شو.

د هاکي ۴۹ نړيوال کانگرس غونډه د عمان هېواد په کوربتوب د روانې نومبر مياشتې پر شپږمه نيټه پيلېږي او تر لسمې نيټې پورې په دوام وکړي.

د يادولو وړ ده، چې دغه کانگرس د هاکي نړيوال فدراسيون د رييس، مرستيالانو او د بورډ غړو د ټاکلو په موخه ترسره کېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۳
Background image

غزني کې د نهو ولايتونو ترمنځ د فول رزم پنځم پړاو سيالۍ وشوې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فول رزم ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري په ياد ولايت کې له کابل، کندهار، پکتيا، خوست، زابل، بغلان، هلمند، هرات او غزني ولايتونو څخه د ۱۰۰. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۱
Background image

تخار؛ اشکمش ولسوالۍ کې د ځغاستې سيالۍ وشوې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د اتلتيک ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اشکمش ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو په پايله. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۰
Background image

پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې محمد ولي لومړی، محمد ایوب. . .

BACK TO NEWS