حافظ احمد جان ځدراڼ د خوست ولایت له ورزشي فعالیتونو څخه لیدنه وکړه
د افغانستان د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ خوست ولایت ته د سفر په ترڅ کي د یاد ولایت له ورزشي او د بیا رغونې له کارونو څخه لیدنه وکړه.
د دغو لیدنو په پیل کې یې لومړی د محمد خان کرکټ سنټر له اکاډمي څخه چې د جوړېدو چارې یې دوام لري، لیدنه ترسره کړه.
ښاغلي ځدراڼ د دغې لیدنې پرمهال د لوبغاړو لپاره د هر ډول آسانتیاوو د چمتو کولو ژمنه وکړه او له بلې خوا د اکاډمي لوبغاړو ته ډاډ ورکړ چې د اکاډمي ټول سهولتونه او آسانتیاوې به یې په نړیوال معیار برابر وي او مسؤوولان یې پر وخت غوښتنو ته رسېدنه کوي.
له دغې لیدنې وروسته د خوست ولایت د فوټبال غوره لیګ سیالیو لیدو ته لاړ او هلته یې له لوبغاړو او ورزشي مسؤولانو سره د روان کال د پلان د ښه عملي کېدو خوښي څرګنده کړه او لوبغاړو ته د مناسبو ورزشي آسانتیاوو د برابرولو ډاډ ورکړ.
د فوټبال غوره لیګ سیالیو له لیدلو وروسته یې په ۱۲۰۰ فامیلیو پارک کې د اتصالات جام په نوم د والیبال له پیل شویو سیالیو څخه هم لیدنه وکړه.
همداراز ښاغلي احمد جان ځدراڼ ته د خوست ولایت د ورزشي آمریت د لس میاشتو کاري راپور او د راتلونکي کال یو شمېر اړین وړاندیزونه هم وسپارل شول، چې نوموړي یې د اجرأاتو ډاډ ورکړ.
