جوزجان کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د الف لیګ او B ګروپ دوو برخو کې د فوټبال سیالۍ پیل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۳/۵ - ۹:۵۷
جوزجان کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د الف لیګ او B ګروپ دوو برخو کې د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د جوزجان ولایت د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز کې د الف ګروپ ۱۰ لوبډلو او B ګروپ ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې.

دغو سیالیو پرانیسغونډه کې د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولین، فوټبال فدراسیون مسوولین، مېلمانه، ورزشکاران او مینوالو ګډون کړی وو.

د فوټبال الف لیګ لومړۍ لوبه د ترقي وطن او جوانان ترقي لوبډلو ترمنځ ۱/۱ مساوي پای ته ورسېده.

د یادونې وړ ده، چې د فوټبال الف لیګ به ۴۵ ورځې او B ګروپ سیالۍ به ۴۹ ورځې دوام وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۳:۱۵
Background image

ننګرهار؛ ښېوې ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په ښېوې ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د شګې مجاهد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۳:۱۳
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د توپ ډنډې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د ۶۰ لوبډلو ترمنځ د توپ ډنډې سیالۍ پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په پایله کې کاټلي مانده لوبډلې خپلې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۳:۱۲
Background image

ننګرهار؛ روداتو ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په روداتو ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د سور ډاګ لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS