جوزجان مرکز؛ د فوټبال د ۱۲ کلنو ځوانانو د اوو لوبډلو ترمنځ ډله ییزې سیالۍ پیل شوې
د جوزجان ولایت د ورزش امریت په مرسته د دې ولایت د فوټبال فدراسیون د ځوانانو کمېټې له لوري د دې ولایت د ورزش ادارې په ورزشي جمنازیوم کې د فوټبال د ۱۲ کلنو ځوانانو د اوو لوبډلو ترمنځ د فوټبال ډله ییزې سیالۍ پیل شوې.
د دې سیالیو په A ګروپ کې اریانا افغان ګازو تصدي، میوندکلب، ترقي وطن او جوانان همبستګي لوبډلې او په B ګروپ کې برلاس، سیمرغ الرز او مشعل کلب لوبډلې شاملې دي.
د یادو سیالیو د پیل لوبه د جوانان همبستګي او ترقي وطن لوبډلو ترمنځ وشوه، چې د جونان همبستګي لوبډلې د ۳-۰ پايلې سره د میدان ګټونکې شوه.
د دغو سیالیو موخه د جوزجان ولایت د نوي ځوانانو او ځوانانو ترمنځ سالم رقابت دي.
