جوزجان ؛ فیض اباد ولسوالۍ کې د فوټبال ژمنۍ سیالۍ د جاویدان کلپ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت فیض اباد ولسوالۍ له بېلا بېلو کلیو د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبال ژمنۍ سیالۍ، چې دوې اوونۍ وړاندې پیل شوې وې د جاویدان کلپ لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو پایلوبه د جاویدان کلپ او د ځوانانو ترقۍ وطن لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې جاویدان لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۲/۰ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د جوزجان ولایت فیض اباد ولسوالۍ ورزشکارانو ترمنځ زړه سوی رامنځته کول و.