جوزجان ؛ شبرغان ښار کې د ۳۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر دویم پړاو ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۰ - ۱۰:۳۶
جوزجان ؛ شبرغان ښار کې د ۳۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر دویم پړاو ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د سنوکر ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په شبرغان ښار کې د ۳۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر دویم پړاو ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پایله کې ۱۲ ورزشکاران د جوزجان ولایت د سنوکر منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.

د یادو سیالیو موخه د جوزجان د سنوکز منتخبې لوبډلې د غوره ورزشکارانو ټاکل و، چې یوه اوونۍ یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې د جوزجان ورزشي امریت له لوري ټاکل شوو ورزشکارانو ته کپ، مډالونه او د اتلولۍ حکمونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۸:۸
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ١٨ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ١٨ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو متحد سبک سیالۍ وشوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

دا سیالۍ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۸:۵
Background image

میدان وردګ؛ سیدآباد ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په سید آباد ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د حکیم خېلو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۸:۳
Background image

خوست؛ مرکز متون ښار کې د څلور لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز متون ښار کې د څلور لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د تڼیو منتخبې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

BACK TO NEWS