جوزجان‌ ؛ شبرغان ښار کې د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۳ - ۱۰:۳۳
جوزجان‌ ؛ شبرغان ښار کې د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ملي او دودېزو لوبو مدیریت له لوري د ۲۵ لاس چپه کوونکو لوبغاړو ترمنځ د یاد ولایت په امیدالله سخيزاده کلب کې د د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ چې د یوې ورځې لپاره ترسره شوې په پایله کې د سخیزاده کلب لومړی مقام ترلایه کړ.

د دې سیالیو د ترسره کېدو موخه د ملي او دودېزو لوبو ته وده ورکول او د ځوانانو سېمه یېزو لوبو ته هڅول ښودل شوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۲۹
Background image

بلخ کې د ۷ ولایتونو په گډون د فول رزم سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ، د فول رزم فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې له ۷ ولایتونو ٧٠ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم آزادې سیالۍ وشوې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۲۷
Background image

د کابل - پنجشیر په لاره د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د موټرسايکل ځغلونې نندارې ترسره شوې

د بايسکل ځغلونې او موټرسایکل ځغلونې ملي فدراسيون له لوري د کابل، ميدان وردګ او پنجشېر ولایتونو ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ په فري سټايل سبک کې د موټرسايکل ځغلونې نندارې ترسره شوې.

دغه نندارې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۱۸
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په قلعه زال ولسوالۍ کې د نويو ځوانانو ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د آق تپې نويو. . .

BACK TO NEWS