جوزجان؛ په شبرغان ښار کې د ۴۰لامیو وهونکو ترمنځ د لامبو وهنې لومړی پړاو سیالۍ ترسره شوې
د جوزجان ولایت د لامبو وهنې فدراسیون د دې ولایت له ورزش امریت سره په همغږۍ د درېیو (خراساني، بهمن او پامير) کلبونو د ۴۰ لامبو وهونکو ترمنځ د شبرغان ښار په بهمن لامبو وهنې حوض کې د لامبو وهنې لومړی پړاو سیالۍ ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې چې یوه ورځ یې دوام وکړ د نوي ځوانانو، ځوانانو او لویانوسني کټګوریو ورزشکارانو له یوبل سره سیالي وکړه.
د یادو سیالیو په پایله کې خراساني د لامیو وهنې کلب لومړی، بهمن دویم او پامير کلب درېیم مقام ترلاسه کړ.
د دغو سیالیو موخه د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار په کچه د کلبونو ترمنځ د لامبووهنې سالم رقابت دی.
