جوزجان؛ مرکز شبرغان کې د ۹۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيمه ييزې سيالۍ وشوې
د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کورش ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز شبرغان کې د ۹۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيمه ييزې سيالۍ وشوې.
د دغو سياليو په پايله کې د ۵ جوړو لوبې مساوي او ۴۰ کورشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې خپلې کړې او د ډاليو ګټونکي شول.
د يادو سياليو موخه د کورش ورزش ته وده ورکول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
