جوزجان؛ مرکز شبرغان کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې
د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د ترکستان ښوونځي زده کوونکو د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې لسم الف ټولګي لوبډلې خپلې سیالې نهم ټولګي لوبډلې ته د ۴/۲ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د فوټسال لوبو ته وده ورکول او ورزش ته د ځوانانو هڅول و، چې پنځه ورځې یې دوام وکړ.
د سیالیو په پای کې د جوزجان ورزشي امریت له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.
