جوزجان؛ مرکز شبرغان کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې
د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
د دغو سیالیو په پایله کې د ۵ جوړو ترمنځ لوبې مساوي او ۴۵ پهلوانانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې او د ډالیو ګټونکي شول.
د یادو سیالیو موخه سیمه ییزو او دودیزو لوبو ته وده ورکول او د پهلوانانو روحیه پیاوړي کول و.
