جوزجان؛ مرکز شبرغان ښار کې د ۹ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې
د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز شبرغان ښار کې د ۹ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې.
دغه سيالۍ د ليګ په ډول ترسره شوې، چې په پايله کې د جند ځوانانو د ۲۱ امتيازونو په ترلاسه کولو سره لومړی او مشعل کلب د ۱۷ امتيازونو په ترلاسه کولو سره بيا دويم مقام خپل کړ.
د يادو سياليو موخه د فوټبال لوبو ته وده ورکول، د غوره استعدادونو موندل او د ځوانانو ترمنځ د يووالي روحيه پياوړي کول و، چې ۹ اوونۍ يې دوام وکړ.
