جوزجان؛ مرکز شبرغان ښار کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د کي وان کيک بوکسينګ سيالۍ وشوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۲۲:۲۴
جوزجان؛ مرکز شبرغان ښار کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د کي وان کيک بوکسينګ سيالۍ وشوې

د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کيک بوکسينګ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز شبرغان ښار د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د کي وان کيک بوکسينګ سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ د تک فايټ په ډول ترسره شوې، چې په کې د بلخ، سرپل او جوزجان ولايتونو ورزشکارانو ګډون کړی وو، چې په پايله کې ۳۰ ورزشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره د اتلولۍ مقامونه خپل کړل او د ډاليو ګټونکي شول.

د يادو سياليو موخه کي وان کيک بوکسينګ ورزش ته وده ورکول، د غوره استعدادونو موندل او د ولايتونو ورزشکارانو ترمنځ اړيکې پياوړي کول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS