جوزجان؛ مرکز شبرغان ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ پيل شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۱۰:۴۶
جوزجان؛ مرکز شبرغان ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ پيل شوې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د سنوکر ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د نویو ځوانانو په عمري کټګوریو کې د سنوکر سیالۍ پيل شوې، چې ۱۵ ورځې به دوام وکړي.

د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې سمیر د دوو امتیازونو په ترلاسه کولو سره عمران ته ماتې ورکړه، ذبیح الله نیر هم د دوو امتیازونو په ترلاسه کولو سره سمیع الله ته ماتې ورکړه او فردین باز هم په دوو امیتازونو په ترلاسه کولو سره میرویس ته ماتې ورکړه او بریاوې یې خپلې کړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۴:۴۶
Background image

هلمند؛ خانشين ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خانشين ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د هېواد اتلانو لوبډلې په اتلولۍ پای. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۴:۴۵
Background image

ننګرهار کې د پنځو زونونو ترمنځ د بيسبال سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د بيسبال ملي فدراسیون له لوري د ننګرهار ولايت په کوربتوب د پنځو زونونو لوبډلو ترمنځ د بيسبال سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو په لومړۍ لوبه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

خوست؛ ځاځي میدان ولسوالۍ کې د ٣٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د ٣٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د غزا غونډۍ لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS