جوزجان؛ مرکز شبرغان ښار کې د موی تای ۲۲ لوبغاړو ته د ارتقأ کمربندونه ورکړل شول
د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د موی تای فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت مرکز شبرغان ښار په ورزشي جمنازیوم کې د موی تای ۲۲ لوبغاړو ته د رزمي هنر له آزموینو وروسته د ظرفیت لوړونې بېلابېل کمربندونه وتړل شول.
په دغو مراسمو کې دوه تنو ته تور، شپږ تنو ته قهوه يي، پنځو تنو ته سره، څلور تنو ته ژېړ او پنځو نورو ته آبي کمربندونه وتړل شول.
دغه مراسم د جوزجان په کچه د موی تای لوبې د ودې په موخه ترسره شول، چې یوه ورځ یې دوام وکړ او په پای کې د یاد ولایت د ورزشي آمریت له لوري لوغاړو ته ستاینلیکونه ورکړل شول.
