جوزجان؛ قرقین ولسوالۍ کې د ۳۶ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۲ - ۱۰:۳۷
جوزجان؛ قرقین ولسوالۍ کې د ۳۶ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت او د وزلوبې فدراسیون د نمایندګي له لوري د قرقین ولسوالۍ په ورزشي میدان کې د ۳۶ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې د خماب او قرقین ولسوالیو چاپ اندازانو ګډون کړی و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې د قرقین ولسوالیو چاپ اندازانو د ډېرو نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام خپل کړ.

د سیالیو موخه د جوزجان بومي او پخواني ورزش ته د ځوانانو او چاپ اندازانو هڅول ښودل شوي دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۱۷
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د ارګ رستورانت لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۱۴
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د واکوکیک بوکسنګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د واکو کیک بوکسینګ ټاکنیزي سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نويو ځوانانو،ځوانانو اولویانو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۱۱
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د روحاني لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS