جوزجان؛ شبرغان ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال ژمنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۱ - ۲۲:۴۹
جوزجان؛ شبرغان ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال ژمنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې

د جوزجان د فوټسال کمېټې او فوټبال فدراسیون له لوري د شبرغان او ولسوالیو په ګډون د اتو لوبډلو ترمنځ په ډله ییزه توګه د فوټسال ژمنۍ ترسره شوې، چې پایلوبه یې د میهن کلپ په بري پای ته ورسېده.

د دې سیالیو پای لوبه د مهین کلب او اتفاق کلب لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې د مهین کلب لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۶/۳ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او د دې سیالیو اتلولي یې خپله کړه.

د دغو سیالیو غوره ګول وهونکی سرور شمس، کریم سنګر غوره ګول ساتونکی او فهیم جان د سیالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.

د دغه ټورنمنټ د ترسره کولو موخه د فوټسال وده وه، چې نږدې دوه اوونۍ یې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته یو پسه او ۵۰۰۰ زره افغانۍ او همدا شان دویم مقام ګټونکې لوبډلې ته ۵۰۰۰ زره افغانۍ د ډالۍ په توګه ورکړل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۲۹
Background image

بلخ کې د ۷ ولایتونو په گډون د فول رزم سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ، د فول رزم فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې له ۷ ولایتونو ٧٠ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم آزادې سیالۍ وشوې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۲۷
Background image

د کابل - پنجشیر په لاره د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د موټرسايکل ځغلونې نندارې ترسره شوې

د بايسکل ځغلونې او موټرسایکل ځغلونې ملي فدراسيون له لوري د کابل، ميدان وردګ او پنجشېر ولایتونو ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ په فري سټايل سبک کې د موټرسايکل ځغلونې نندارې ترسره شوې.

دغه نندارې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۱۸
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په قلعه زال ولسوالۍ کې د نويو ځوانانو ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د آق تپې نويو. . .

BACK TO NEWS