جوزجان؛ درزاب ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په درزاب ولسوالۍ کې ( ورزش د ټولو لپاره ) جام په نوم د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې قوشتپې لوبډلې خپلې سیالې کلب درزاب لوبډلې ته د ۳/۲ میدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د والیبال لوبو ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.
د سیالیو په پای کې د جوزجان ورزشي امریت له لوري غوره لوبډلې او لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.