جوزجان؛ خواجه دوکوه ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د یاران کلپ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري په خواجه دوکوه ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د هېواد امنیتي ځواکونو ملاتړ په نوم د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د یاران کلپ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
دغو سیالیو چې ۲۵ ورځې یې دوام وکړ په پایلوبه کې د یاران کلپ لوبډلې خپلې سیالې جوانان خراسان لوبډلې ته د ۲/۱ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د یاد ولایت په کچه د فوټسال ورزش ته وده ورکول و.