جوزجان؛ اقچې ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د جنګل لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۰ - ۱۲:۲۶
جوزجان؛ اقچې ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د جنګل لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ، چې ۲۰ ورځې وړاندې د یاد ولایت په اقچې ولسوالۍ کې پیل شوې وې د جنګل اریغ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو پایلوبه د جنګل اریغ او اقچې ځوانانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې د جنګل اریغ لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۳/۲ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د ورزشکارانو ترمنځ یووالۍ رامنځته کول و.

د سیالیو په پای کې د ورزش مسوولینو له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ کپ ورکړل شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۳:۲
Background image

خوست کې د ٧٠ ورزشکارانو ترمنځ د پارکور ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

د خوست ولایت د د بدني روزمې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند متون ښار کې د ٧٠ ورزشکارانو ترمنځ د فري رنېنګ پارکور ټاکنیزې سیالۍ د نهو غوره ورزشکارانو په ټاکلو پای ته ورسېدې.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۳:۱
Background image

خوست؛ مندوزیو ولسوالۍ کې د لوبغاړو ترمنځ د جوجیتسو سیالۍ ترسره شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مندوزیو ولسوالۍ کې له پنځو کلبونو د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د جوجیتسو سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې مرکزي کلب په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۲:۵۹
Background image

زابل؛ شاجوي ولسوالي کې د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د نیو فول کانټاکټ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د نیو فول کنټاکت سیالۍ ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

دا سیالۍ د. . .

BACK TO NEWS