جوزجان؛ اقچه ولسوالۍ کې د فوټسال B ګروپ سیالۍ پای ته ورسېدې
د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په اقچه ولسوالۍ کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د فوټسال B ګروپ سیالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې میلان صافي لوبډلې خپلې سیالې نوین خورشید لوبډلې ته د ۱/۰ ګول په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د فوټسال لوبو ته وده ورکول، د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول او د زمري ۲۴ تمه د فتحې ورځې نمانځل و، چې ۱۵ ورځې یې دوام وکړ.
د سیالیو په پای کې د ورزش مسوولینو له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.
