جوزجان؛ اقچه ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې
د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اقچه ولسوالۍ کې د يووالي جام په نوم د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې بيدل ميډيا لوبډلې خپلې سیالې اتحاد لوبډلې ته د ۳/۲ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د واليبال لوبو ته وده ورکول او الف ګروپونو کې دوه غوره لوبډلې موندل دي.
