تکواندو فدراسیون ۳۰ تنه لوبڅاران وروزل
په دغه سیمینار کې د تکواندو فدراسیون د نویو لوبڅارانو د روزلو په موخه د ۸ اوونیو راپدېخوا د ۳۰ لوبڅارانو ته روزنه ورکړل شوه.
د افغانستان د تکواندو فدراسیون رییس پوهاند نجیب الله سکندر په دې موخه جوړو شویو مراسمو کې وویل؛ لوبڅاري د تکواندو بنسټ دی، لوبڅاران کولی شي چې نوي او پیاوړي استعدادونه پیداکړي.
نوموړي هیله څرګنده کړه، چې کم وخت کې به نړۍ په کچه لوبڅاران ولري. همدارنګه ښاغلي سکندر د المپیک ملي کمېټې او ورزش ریاست د مشرتابه له هڅو مننه وکړه.
د المپیک ملي کمېټې اجرایوي رییس الحاج داد محمد پاینده د تکواندو فدراسیون د لاسته راوړنو له امله د دغه فدراسیون د رهبرۍ او مدیریت ستاینه وکړه.
یاده دې وي چې د المپیک ملي کمېټې د مشرتابه لخوا د مراسمو په پای کې فارغو شویو لوبڅارانو ته د درېیمې درجې لوبڅارۍ اسناد ورکړل شول.
