تخار: دشت قلعه ولسوالۍ کې د فوټسال سیالۍ د ستاره ها لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
د تخار ولایت د دشت قلعه ولسوالۍ په ښاروالۍ چمن کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال پسرلنۍ سیالۍ، چې دوې اوونۍ وړاندې پیل شوې وې د ستاره ها لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې د ستاره ها لوبډلې خپلې سیالې ای خانم لوبډلې ته د ۴/۱ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د سیالیو په پای کې محمد عیسی د ډېرو ګولونو وهونکی، ډاکتر سیف الله غوره لوبغاړی او محمد جاوید غوره ګول ساتونکی وپېژندل شوه.
