تخار؛ ینګي قلعه ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د د تیږې اچولو سیالۍ وشوې
د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او سیمه ییزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت د ينګي قلعه ولسوالۍ په کلفګاني کلي کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د تیږې اچولو سیالۍ وشوې.
د دغو سياليو په پایله کې د نقيب الله لومړی او غفور دويم مقام خپل کړ.
د يادو سياليو موخه دوديزو لوبو ته وده ورکول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
