تخار؛ په تالقانو ښار کې د ٦٠ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سيالۍ ترسره شوې
تخار ولایت کې د ووشو فدراسیون د استازولۍ له لوري د رزم برتر په نوم د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د تالقانو په مرکزي لوبغالي کې د دغه ولایت د بدني روزنې امریت په همکارۍ د ووشو سیالۍ ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې ورزشکارانو د عمر په لحاظ په څلورو کټګوریو(زلمیو، ځوانو او لویو) کې د یوې ورځې په مخه سیالۍ وکړې.
د دې سیالیو موخه د تخار ولایت د ووشو د غوره څېرو پیژندل او وده ورکول دي.
د دغو سیالیو په پای کې غوره لوبغاړو ته مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.