تخار؛ مرکز تالقان ښار کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې
د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز تالقان ښار کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې شيوا لوبډلې خپلې سیالې خانه دانش لوبډلې ته د ۷ پر ۳ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وګټله.
د يادو سياليو موخه د فوټسال لوبو ته وده ورکول او د خلکو ترمنځ يووالی رامنځته کول و، چې دوې اوونۍ يې دوام وکړ.
