تخار؛ مرکز تالقان ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۲:۲۶
تخار؛ مرکز تالقان ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په رستاق ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ، چې پنځه څلوېښت ورځې مخکې پيل شوې وې د سید عبد الله لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایله کې سید عبد الله لوبډلې د زیاتو امتیازونو په ترلاسه کولو لومړی او پیروزي لوبډلې دویم مقام ترلاسه کړ.

د یادونې وړ ده، چې له شیوا لوبډلې نعمت الله هوشنګ د زیاتو ګولونو وهونکی او له پيروزي لوبډلې الهام غوره ګول ساتونکی وپېژندل شو؛ په پای کې غوره لوبډلې ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۴۱
Background image

ننګرهار؛ روداتو ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په روداتو ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ چې شاوخوا ۲۰ ورځې يې دوام وکړ د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۴۰
Background image

کندز کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د جودو سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د جودو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز رستم کلب کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د جودو سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ له ۱۴ کالونو کم عمره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۳۵
Background image

پکتيکا؛ يوسف خېل ولسوالۍ کې د رسۍ کشونې سيالۍ وشوې

د پکتيکا ولايت په يوسف خېل ولسوالۍ يارانو کلب کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د ملي او دوديزو لوبو ته د ودې ورکولو او د سالمې برابرولو په موخه د رسۍ کشونې سيالۍ وشوې.

د سياليو په پايله کې ۲۰. . .

BACK TO NEWS