تخار؛ فرخار ولسوالۍ کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ لومړی پړاو د رسۍ کشولو سیالۍ ترسره شوې
د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري په فرخار ولسوالۍ کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ لومړی پړاو د رسۍ کشولو سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو موخه په تخار ولایت کې د ملي او دودیزو لوبو دودول و.
د سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
