تخار؛ رستاق ولسوالۍ کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د اشي هارا کراټې سيالۍ وشوې
د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کراټې ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په رستاق ولسوالۍ کې له تخار او بغلان ولايتونو د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د اشي هارا کراټې سيالۍ وشوې.
دغه سيالۍ په بېلابېلو کټګوريو کې ترسره شوې، چې په پايله کې د تخار نمبر يک لوبډلې لومړی، بغلان لوبډلې دويم او رستاق لوبډلې بیا درېيم مقام خپل کړ.
د يادو سياليو موخه د کراټې ورزش ته وده ورکول او د غوره ورزشکارانو موندل و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
