تخار؛ د ينګي قلعه ولسوالۍ په کوربتوب د پهلواني سيالۍ ترسره شوې
د تخار ولايت ورزش امريت په همغږۍ د ينګي قلعه ولسوالۍ په کوربتوب، د څلور ولسوالیو ماوراى،کوکچه او ينګي قلعه ولسوالۍ د کفتر علي کلي د ځوانانو په نوښت د ٨٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ ترسره شوې، چې د ينګي قلعه ولسوالۍ دپهلوانانو په بريا سره پاى ته ورسېدې.
د دغو سياليو موخه د سنتي او دوديزو لوبو وده او ترويج او په ولسواليو کې د ځوانانو لپاره د ورزش فضا رامنځته کول دي.
