تخار؛ درقد ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت له څلورو بېلا بېلو ولسوالیو د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ په درقد ولسوالۍ کې د یوې ورځې لپاره د کورش سیالۍ ترسره شوې.
د یاد سیالیو موخه کورش ورزش ته وده ورکول و.
د سیالیو په پای کې غوره پهلوانانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.