تخار؛ خواجه غار ولسوالۍ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو مدیریت له لوري د یاد ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پایله کې ۳۰ تنو پهلوانانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې او د ډالیو ګټونکي شول.
د یادو سیالیو موخه دودیزو لوبو ته وده ورکول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.