تخار؛ خواجه بهاالدین ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۲۰:۵۱
تخار؛ خواجه بهاالدین ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په خواجه بهاالدین ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د امید لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې د خواجه بهاالدین امید لوبډلې خپلې سیالې رستاق ولسوالۍ لوبډلې ته د ۷/۴ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ د فوټسال ورزش ته وده ورکول و، چې یوه اوونۍ یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې د تخار ورزشي امریت له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته بېلا بېلې ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳ - ۹:۳۶
Background image

پکتيکا؛ د ارګون ولسوالۍ په پير کوتي سيمه کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري په پیرکوتي سيمه کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ، چي ۱۵ ورځي وړاندې پیل شوې وې د سپیرواس لوبډلې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳ - ۹:۳۳
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳ - ۹:۲۹
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ۱۰۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په چاهي ولسوالۍ کې د ۱۰۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پایله. . .

BACK TO NEWS