تخار؛ خواجه بهاؤالدین ولسوالۍ کې د وزلوبې درې ورځنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د وزلوبې فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت په خواجه بهاؤالدین ولسوالۍ کې د ٨٠ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ چې درې ورځې مخکې پیل شوې وې، پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو موخه د وزلوبې ورزش ته وده ورکول او د چاپ اندازانو ترمنځ یووالی ښودل شوی دی.