تخار؛ بهارک ولسوالۍ کې د ۵۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په بهارک ولسوالۍ کې د ۵۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پایله کې ۲۵ کورشکارانو خپلو سیالانو ته ماتې ورکړه او د ډالیو ګټونکي شول.
د یادو سیالیو موخه ملي او سیمه ییزو لوبو ته وده ورکول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.