تخار؛ ای خانم لوبډلې د رستاق والیبال سیالیو اتله شوه
د تخار د بدني روزنې او او ورزش امریت او د والیبال فدراسیون د استازولۍ په ګډه همکارۍ د دې ولایت په رستاق ولسوالۍ کې د والیبال سیالۍ وشوې، چې د ای خانم لوبډلې په بریا پای ته.ورسېدې.
په دغو سیالیو کې د فیض اباد ځوانانو، لرغوني ای خانم، ده سبز، معارف، شهر دارۍ او د ازادۍ لوبډلو برخه اخیستې وه.
د دې سياليو پايلوبه د لرغوني ای خانم او د بدخشان د ځوانانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې په پایله کې لرغوني آى خانم لوبډلې سیالې لوبډلې ته د ٠،٣ په توپير ماتې ورکړه او د اتلولۍ جام يې خپل کړ.
د دې ټورنمنټ د ترسره کولو موخه د والیبال لوبې ته وده ورکول او د روژې د مبارکې میاشتې هرکلی وو.
په پاى کې د دغه ولايت د ورزش امريت له خوا د سياليو اتلې لوبډلې ته د سيالۍ کپ او غوره لوبغاړو ته بېلابېلې جايزې ووېشل شوې.